
کابل ټيلیګراف – ۲۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
وال سټریټ ژورنال د ایلن ماسک له نږدې سرچینو خبر ورکړی، چې نوموړي د نوې سیاسي ګوند جوړولو پلان درولی دی او خپلو ملګرو ته یې ویلي چې اوس غواړي خپله پاملرنه په خپلو کمپنیو او د مرستیال ولسمشر جې ډي وانس سره په اړیکو تمرکز کړي.
راپور وايي، ایلن ماسک منلې چې د نوې سیاسي ګوند جوړول به د جې ډي وانس سره د هغه اړیکو ته زیان ورسوي.
د راپور له مخې، که جې ډي وانس په ۲۰۲۸ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون فیصله وکړي، نو ایلن ماسک به د هغه ملاتړ په اړه غور وکړي.
اوس مهال، په دې راپور باندې د ټیسلا او سپینې ماڼۍ له خوا کوم غبرګون نه دی ښودل شوی.
د یادونې وړده، چې ایلن ماسک په جولای میاشت کې د مالیاتو کمولو او لګښتونو په بل باندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د شخړې وروسته د “امریکا ګوند” په نوم د نوې سیاسي ګوند جوړولو اعلان کړی و.