ټیکنالوژيخبرونهنړۍ

سپینې ماڼۍ پر ټیک ټاک اکاونټ جوړ کړ

کابل ټيلیګراف – ۲۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

په امریکا کې د بندیز د وېرې او جنجالي قانون سره سره، سپینې ماڼۍ په رسمي توګه پر ټیک ټاک خپل اکاونټ جوړ کړ. 

دا اقدام په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې د دې  اپلیکیشن مالکه کمپنۍ بائټ ډانس دې ته اړ ده چې یا دا اپلیکیشن یوه امریکايي پېرونکي باندې وپلوري او یا په امریکا کې په دې اپلکېشن بندیز ولګیږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې قانون وروستۍ نېټه څو ځله وغځوله او اوس نوی وروستی نېټه د سپټمبر ۱۷ ټاکل شوې ده.

د سپینې ماڼۍ د ټیک ټاک په اکاونټ لومړنی پوسټ کې د ټرمپ وینا خپره شوې، چې په کې وایي،  “زه ژمنه کوم چې د دې ملت خلکو لپاره به غوره ژوند برابر کړم، زه ستاسو غږ یم.” 

د پوسټ په سرلیک کې لیکل شوي: “امریکا! موږ بېرته راغلو، ټیک ټاک څه حال دی؟”

دا د امریکايي ادارې لومړی رسمي ټیک ټاک اکاونټ دی، که څه هم ولسمشر ټرمپ او پخواني ولسمشر جو بایډن دواړو د ۲۰۲۴ کال ټاکنیزې کمپاین پر مهال ټیک ټاک کارولی و. 

په زړه پورې خبره دا ده چې دواړه مشرانو له دې مخکې څو ځله دا اپلیکیشن د امریکايي امنیت لپاره خطر بللی و.