افغانستانخبرونهځانګړي برخهراپورونه

د افغانستان، چین او پاکستان ناسته کې د طالبانو او پاکستان د اړیکو پر ښه‌والي ټينګار وشو

کابل ټيلیګراف – ۲۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د کابل په کوربتوب د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزه ناسته کې د طالبانو او پاکستان د اړیکو پر ښه کېدو ټينګار وشو او دغه راز د يادو غونډو د دوام پرېکړه وشوه.

د دغه ګډ فورم شپږمه ناسته چې نن د درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون ترسره شوه، په کې د درې اړخیزو سوداګريزو او سیاسي اړیکو د پراختيا، د يادو غونډو پر دوام او نورو مسایلو خبرې وشوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي چې په دغه درې اړخیزه ناسته کې د تېرو ناستو پر پرېکړو د بیاکتنې ترڅنگ د درې واړو هېوادونو ترمنځ پر سياسي، اقتصادي او ټرانزیټي برخو کې د اړيکو پر پياوړتيا ټينگار وشو.

دغه ناسته کې د درې واړو هېوادونو پر پلاوو سربېره د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر امیرخان متقي، د چین د بهرنيو چارو وزیر وانګ يي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنيو چارو وزیر محمد اسحاق ډار ګډون کړی و.

په ناسته کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير وويل: ((زموږ سيمه کې په گڼو برخو کې د همکاريو د پراختيا لپاره مختلف فرصتونه راټوکېدلي دي او باور لرو چې موږ او تاسې وتوانېږو له دغو فرصتونو څخه د خپلو هېوادونو په گټه استفاده وکړو.

مولوي امير خان متقي همداراز وويل، درې واړه هیوادونه په اقتصادي برخه کې د پام وړ ظرفیتونه لري چې باید په ښه ډول ترې استفاده وشي او اقتصادي موضوعات له نورو مسايلو سره ونه تړل شي.

په ناسته کې د چین د بهرنيو چارو وزیر افغانستان سره د خپل هېواد اړيکې مخ پر وده وبللې او زياته يې کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ په گڼو برخو کې پراخې شوې دي.

وانگ يي دغه راز د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر ښه کېدو ټينګار وکړ او د اړیکو د پراختيا لپاره يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفيرانو کچې ته د ديپلوماتيکو استازوليو لوړول ښه پرمختگ وباله.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير هم د درې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ناسته مهمه وبلله او دایې د اړوندو ترمنځ د همکاريو د پراختيا ښه فرصت وباله.

اسحاق ډار هم د افغانستان-پاکستان ترمنځ د همکاريو زياتوالی وستايه او هيله يې څرگنده کړه چې دواړه هېوادونه لا زيات پرمختگونه ولري.

بلخوا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان تر دغې غونډې وروسته پر خپله اېکس پاڼه ولیکل چې په دغه ناسته کې له ترهګرۍ سره پر درې اړخیزه مبارزې ټينګار شوی دی.

هغه لیکلي: ((دوی همداراز د سوداګرۍ، ترانزیت، سیمه ییز پرمختګ، روغتیا، تعلیم، کلتور، او د مخدره توکو د قاچاق سره مبارزې په برخه کې همکارۍ د ژوریدو له لارې پر خپلو ژمنو باندې ټینګار وکړ. ))

بلخوا د چارو شنونکي هم دغه ناسته له انزوا څخه د افغانستان لپاره ګټوره ګڼي او ټينګار کوي که له پاکستان اړیکې همداسې ښې پاتې شي نو دواړه هېوادونه په سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او نورو برخو کې ښه پرمختګ کولی شي.

د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتکي وايي، دا ډول ناستې له انزوا څخه د طالبانو د حکومت د ويستلو لپاره ښه فرصت دی چې باید ښه ګټه ترې پورته شي.

دغه راز يو بل شنونکی شمس الرحمن احمدزی بیا د طالبانو پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه‌والی د سیمې د امنيت د ټينګښ، په سیمه کې د اقتصادي، ټرانزیټي او نورو برخو کې د پرمختګ لپاره ګټورې ګڼي.

د افغانستان چین او پاکستان ترمنځ د غونډو دا لړۍ یا درې اړخیز فورم په ۲۰۱۷ کال کې د تېر جمهوري نظام پرمهال رامنځته شوی، موخه یې د درې اړخیزو اړیکو رامنځته کول، پراختیا او همکاري ده چې نننۍ غونډه یې هم د دوام یوه کړۍ ده.