افغانستانخبرونه

د پاکستان له زندانونو ۱۳۱ افغان بندیان شوي کډوال ازاد شول

کابل ټیلیګراف – ۳۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو څخه ۱۳۱ تنه بندیان شوي افغان کډوال ازاد شول.

دغه وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي، په تېره یوه اونۍ کې ۱۳۱ تنه افغان مهاجرین، چې د پاکستان په بند خونو کې و؛ ازاد او هیواد ته راستانه شول.

د کندهار ولایت د سپین بولدک د مهاجرینو د لیږد امریت د معلوماتو پر اساس یاد شوي کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې ورځې څخه تر ۶ورځو پورې په بند خونو کې ساتل شوي وو.

یاد شوي کسان د ثبت او بشري مرستو وروسته خپلو اصلي مېنو ته ولیږدول شول.