طالبانو کندهار کې له درېیو کالو راهېسې د روغتيايي علومو فارغانو د اېکزېټ ازموېنې مخه نیولې

کابل ټیلیګراف – ۳۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په کندهار ولايت کې د روغتيايي نیمه لوړو زده کړو د انسټيوټونو فارغ زده کوونکي چې شمېر يې پنځو زرو ته رسېږي، له تېرو شاوخوا درېیو کلونو راهېسې يې طالبانو د اېکزېټ (وروستۍ) ازموینې مخه نيولې ده.
دغو فارغانو چې د نرسنګ، غاښونو پروتیز، لابراتوار او قابیلګۍ برخو کې يې زده کړې کړي، وايي، د اېکزیټ ازموینې پرته ورته دندې نه ورکول کېږي او له درېیو کلونو راهیسې یې کړې خوارۍ او لګښتونه په سیند لاهو کېږي.
یاد فارغ روغتياپالانو کابل ټيلیګراف ته ويلي، په بېلابېلو وختونو کې ورته بېلابېلې بهانې شوې دي او تر اوسه معلومه نه ده چې ولې د دغې چارې اجازه نه ورکول کېږي.
د یادولو وړ ده چې اېکزېټ ازموینه د رسمي دندې د پيل د اسنادو د تر لاسه کولو لپاره اخېستل کېږي تر هغې چې دا ازموینه ورنکړي، روغتيايی کار کوونکي دنده نه شي ترسره کولی.