افغانستانخبرونه

طالبانو ننګرهار کې د يوې کورنۍ د شپږو غړو د وژلو په تړاو درې کسان ونيول

کابل ټیلیګراف – ۳۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

په ننګرهار کې د طالبانو ولايتي اداره وايي چې د دغه ولايت په سره رود ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ د شپږو غړو د وژلو قضیه کې درې تورن کسان نيول شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي د وياند دفتر نن په يوه خپره کړې اعلامیه کې وويل، چې د طالبانو استخباراتو رياست د سره رود ولسوالۍ سلطانپور سيمه کې د اسفنديار د کورنۍ د شپږ غړو د قتل په تړاو درې تنه ونيول.

په اعلامیه کې ويل شوي چې دغه پېښه کورنۍ او شخصي اړخ لري او نيول شويو کسانو په لومړنيو پلټنو کې په خپل جرم اعتراف کړ یدی.

دوه ورځې وړاندې په یاده سیمه کې د تېر جمهوري حکومت د يو نظامي افسر څلور اولادونه، پلار او مېرمن يې د شپې لخوا حلال شوي وو او سهار يې په داسې حال کې جسدونه په خپل کور کې موندل شوي چې ټول په چړو حلال شوي وو.

یاد نظامي افسر چې اوسمهال په فرانسه کې مسافر وو، پرون د خپلې کورنۍ د جنازو لپاره هېواد ته راستون شوی دی.