افغانستانخبرونه

ریچارډ بېنټ: طالبانو په بامیان کې خلک جبري کډوالۍ ته اړ کړي

کابل ټیلیګراف – ۳۰ زمری ۱۴۰۴ لمریزی کال

د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان ته د افغانستان د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ وايي، طالب ځواکونو په بامیان ولایت کې خلک جبري کډوالۍ ته اړ کړي دي.

نوموړي د دغې جبري کډوالۍ د درېدو غوښتنه کړې ده او دا يې د بشر له حقونو ستره سرغړونه ياده کړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان ته د افغانستان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ويلي ې په بامیانو ولايت کې د طالبانو ځواکونه په رشک سیمه کې له خپلو ځايونو څخه نورو ځايونو ته پر جبري کډوالۍ مجبور کړي دي.

هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: ((طالبان باید د نړیوال سټنډرډ له مخې، مثلاُ د محکمې د پرېکړې پر بنسټ، له وړاندې د اطلاع ورکولو پر بنسټ، خلکو ته د زیان د بدیل ورکولو په صورت کې خلک له يوځای څخه بل ځای ته پر کډوالۍ اړ کړي.))

هغه وايي، په دهغ سیمه کې ۲۵ کورنۍ د طالبانو ځواکونو له خپلو ځمکو او کورونو په جبري ډول ويستلي او بل ځای ته يې ورته د تګ امر کړی دی.دی وايي، دا اکثریت کورنۍ هزاره توکمه وې او اوس يې د دوی په ځايونو کې کوچیان مېشته کړي دي.