
کابل ټیلیګراف – ۳۰ زمری ۱۴۰۴ لمریزی کال
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی عاصم افتخار وايي چې داعش ډله په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰۰ وسله وال جنګیالي لري چې پاکستان ته يې ستر امنيتي ګواښ پېښ کړی دی.
نوموړي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې کړې دي.
دی وايي، پر دې سربېره د پاکستاني طالبانو تحریک شاوخوا شپږ زره وسله والو ته هم په افغانستان کې ځای ورکړل شوی چې د پاکستان امنيت ته يې ګواښ پېښ کړی دی.
هغه وويل: ((په افغانستان کې د ترهګرۍ د اډو موجودیت افغانستان، سیمې او نړۍ ته ګواښونه رامنځته کولی شي.))
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو موجودیت رد کړی دی.