افغانستانخبرونه

ډان براون د افغانستان لپاره د امریکا سفارت سرپرست شارژدافیر وټاکل شول

کابل ټیلیګراف – ۳۱ زمری ۱۴۰۴ لمریزی کال

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وايي چې ډان براوون د دغه سفارت نوی شارژدافير وټاکل شو او د پخواني (کرن ډېکر) دنده پای ته ورسېده.

ډان براوون چې له تېرو څو کلونو راهېسې د شارژدافیر مرستيال پاتې شوی دی، سفارت وايي چې اوسمهال د سفارت چارسمبالی شارژدافیر دی.

که څه هم په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي؛ خو د امریکا سفارت د شارژدافیر پر رسمي اېکسپاڼه په دې اړه تاییدي خپره شوې ده. د مخکیني هغه د کارونو ستانه شوې او نوي سرپرست شارژدافیر ته په چارو کې د بریالیتوب هیله شوې ده.