افغانستانخبرونه

طالب چارواکي: له پاکستانه بې کارته راستنېدونکو کډوالو سره مرسته نه کېږي

کابل ټیلیګراف – ۱ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال

په ننګرهار کې د طالبانو د کډوالو چارو ریاست له ټولو هغو افغان کډوالو چې له پاکستان څخه هېواد ته راستنېږي غوښتنه کړې چې له ځان سره هلته د اوسېدو پي.او.ار کارټونه ولري که ورسره موجود نه وي، مرسته ورسره نه کېږي.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور رياست د کډوالو ادارې په حواله په يوه اعلامیه کې ويلي: ((هغو افغان مهاجرینو ته، چې په پاکستان کې اوسېږي او خپل ګران هېواد افغانستان ته د ستنېدو په حال کې دي، خبر ورکول کېږي، کله چې خپل هېواد ته راستنېږئ، که په خپله خوښه وي او که د پاکستاني پولیسو لخوا رادېپورټ کېږئ، نو له دې مخکې، چې پاکستاني پولیس ستاسو د POR کارتونه له تاسو واخلي، حتماً د خپل کارت کاپي واخلئ او یا یې په خپل موبايل کې د دواړو مخونو روښانه عکسونه ذخیره کړئ، ترڅو په تورخم بندر کې له ستونزو سره مخ نه شئ.))

په اعلامیه کې یادونه شوې چې که څوک دغه کارټ یا يې کاپي ونه لري تورخم کې ورسره مرسته نه کېږي.