
کابل ټیلیګراف – ۱ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال
په تاجکستان کې د افغانستان سفارت ـ چې ځان په تېر جمهوري نظام پوری تړلی بولی ـ خبر ورکړی، افغان نجونو ته چې طالبانو له زده کړو منع کړي، د انلاین زده کړو زمینه ورته برابروي.
تاجکستان کې د افغانستان سفارت په يوه اعلامیه کې ويلي چې سفير محمد ظاهر اغبر په دغه برخه کې له يو شمېر هغو بنسټونو سره لیدلي چې په افغانستان کې د نجونو د انلاین زده کړو برخه کې علاقه لري. اغبر دا هم ويلي چې د تاجکستان د دولت په ملاتړ سلګونه افغان کډالو ماشومانو ته هلته په ښوونځو کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
د سفارت د اعلامیې له مخې، په تاجکستان کې د مېشتو افغان کډوالو او هلته د زده کړو د برخې له فعالانو سره محمد ظاهر اغبر پرون د جمعې په ورځ کتلي دي.
هغه په دغه لیدنه کې يادو ګډواولو ته ډاډ ورکړی دی چې په افغانستان کې له زده کړو محرومو نجونو ته په تاجکستان کې د انلاین زده کړو زمینه برابروي.
طالبانو له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهېسې چې پر کابل واکمن شوي، د نجونو پر مخ یې په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته زده کړې بندې کړې دی.