افغانستانخبرونه

ترکیه کې د يو افغان وګړي جسد موندل شوی دی

کابل ټیلیګراف – ۱ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال

رپوټونه وايي، د ترکیې د استمبول ښار په يوه نیمه کاره ودانۍ کې د يو افغان وګړي جسد موندل شوی دی.

دغه کس چې نعمت الله نومېږي، جسد يې د بیوک‌چکمجه په سیمه کې په يوه نیمه جوړه ودانۍ کې موندل شوې ده.

تر اوسه د دغه کس د وژلو د علت په تړاو معلومات نه دي روښانه شوي خو له جسد معلومېږي چې له څو ورځو دغه ځای کې پروت و.