
کابل ټیلیګراف – ۱ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د لومړي وزیر مرستيال او د بهرنيو چارو وزیر اسحاق ډار په يو رسمي سفر بنګله دېش هېواد ته تللی دی.
دا په تېرو ۱۳ کلونو کې لومړی ځل دی چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر دغه هېواد ته په رسمي سفر ورځي.
د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د سوداګرۍ، اقتصاد او نورو برخو کې د ګډو همکارو رامنځته کول او دوام په ګوته شوی دی.
ټاکل شوې چې اسحاق ډار به په دغه سفر کې د بنګله دېش له بېلابېلو چارواکو سره ناستې ولري او په دوه اړخیزو مسایلو به خبرې وکړي.