افغانستانخبرونهراپورونهکورپاڼه

طالبانو تورخم دروازه د سوداګریزو توکو لېږد لپاره په ساعتونو ووېشله

کابل ټیلیګراف – ۱ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له خصوصي سکتور سره له خبرو وروسته یې د تورخم له لارې پاکستان ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د صادراتو لپاره ځانګړي ساعتونه ټاکل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د نوي ویش له مخې، هره ورځ د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادراتو لپاره ۱۴ ساعته ځانګړي شوي او پاتې ۱۰ ساعته د نورو سوداګریزو توکو د صادارتو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

سرچینه وایي، چې دا پرېکړه د سوداګرو لپاره د لا زیاتې اسانتیا، د صادراتو د بهیر د ګړندیتوب او د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو مخنیوي لپاره شوې.

هرکال افغانستان کې د تازه میوو د رسیدو په موسم کې پر تورخم دروازه افغان سوداګرو سره سختو ستونزو سره مخ وي.

یوازې په تېرو دوو کلونو کې څو ځله د سوداګریزو توکو بارونه په دې بندر کې درول شوي چې د لسګونو میلیون ډالرو زیان یې سوداګرو ته اړولی دی.

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو ویلي، هیله لري چې دې نوي اقدام سره به د تورخم له لارې د افغان سوداګرو ځینې اوږدمهاله ستونزې حل کړي.

تورخم دروازه له پاکستان سره د افغانستان تر ټولو مهمه سوداګریزه لار ګڼل کېږي او هرکال د افغانستان د تازه مېوو او سبزیجاتو لویه برخه له همدې لارې صادریږي.

په وروستیو کلونو کې د دې بندر پرله‌پسې تړل کېدو او په ورځو ورځو د کرنیزو محصولاتو د باروړونکو لاریو درېدو افغان سوداګرو ته پراخ زیانونه اړولي دي.

د اقتصادي چارو شنونکي بیا ټینګار کوي چې له پاکستان سره د سوداګریزو ستونزو دایمي حل لار ولټول شي.

دوی وایي، پاکستان تل د افغانستان د تازه میوو او سبزیجاتو د صادراتو پرمهال ورته ستونزې جوړې کړي او د افغان سوداګرو په زرونه ټنه تازه سبزي او میوه یې د لارې د بندښت له امله خرابه کړې ده.

اقتصادي شنونکي د دې لنډمهالې حل لار تر څنګ له طالبانو غواړي چې د افغانستان د تازه میوو او سبزیجاتو لپاره دې له تورخم سربېره نورې لارې هم وپلټي چې د دوی په وینا څو د ستونزو پرمهال له دوهمې لارې ګټه واخیستل شي.