د طالبانو سفیر: پاکستان افغانانو ته اجازه نه ورکوي؛ څو خپل مالونه ځان سره یوسي

کابل ټیلیګراف – ۱ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال
په اسلاماباد کې د طالبانو د حکومت سفیر سردار احمد شکېب ویلي، چې افغان کډوال په پاکستان کې د پام وړ شتمنۍ، پانګونې او ملکیتونه لري.
نوموړي له اسلاماباده غوښتي چې د دغو شتمنیو د راټولولو او یا پلورلو لپاره افغان کډوالو ته کافي وخت ورکړل شي.
سرداراحمد شکیب ټینګار کړی، چې د افغانانو د ایستلو پرېکړه د پاکستان له لوري یو اړخیزه ده او به خبره یې ډېری افغانانو ته اجازه نه ورکول کېږي؛ څو خپل مالونه له ځانه سره یوسي او په لنډ وخت کې یې پلورل هم ستونزمن دی.
د هغه په خبره، اړینه ده چې د پاکستان حکومت، د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان او د افغانستان حکومت په ګډه یوه درې اړخیزه کمېټه جوړه کړي، څو د افغان کډوالو د منظم لېږد چارې پرمخ یوسي.
اسلام اباد کې د طالبانو سفیر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تازه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، د اپرېل له پیل څخه د اګست تر ۲۱ مې نېټې پورې، په پاکستان کې له ۵۰ زرو ډېر افغان کډوال نیول شوي دي.
دغه سازمان ویلي، چې په اګست میاشت کې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول زیات شوي دي.
غه ادارې ویلي، چې یوازې د اګست میاشتې په لومړیو ۲۱ ورځو کې، ۴۸۰۰ تنه افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي چې دا شمېر د جولای میاشتې په پرتله زیاتوالی ښيي.
په راپور کې دا نه ده روښانه شوې چې څومره کسان بېرته خوشې شوي او څومره افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي، چې د پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته، د پیسو په بدل کې بېرته خوشې شوي دي.