افغانستانخبرونه

د مقاومت جبهه کې د اختلاف او وېش ادعا

کابل ټیلیګراف – ۱ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال

د طالبانو یو مخالف سرچینې ادعا کړې چې د احمد مسعود د جریان نظامي برخه له هغه جلا شوې او د امرالله صالح د شنه بهیر یا روند سبز سره یوځای شوې ده.

 دا سرچینه وايي، د نظامي کمیټې د غړو مصطفی محسني، خلیل اندرابي، قدم شاه شهیم، ایوب سالنګي او بهاءالدین جیلاني په جلا کېدو سره، په عملي توګه د د مقاومت جبهه د له منځه تلو په حال کې ده.

په دې اړه په رسمي ډول د مقاومت جبهې، احمد مسعود او یا هم امرالله صالح څه نه دي ویلي.

د مقاومت جبهه د طالبانو د واک ته رسیدو وروسته رامنځته شوې او تر اوسه پورې د سلګونو طالبانو د وژلو ادعاوې کړي دي.