افغانستانخبرونه

په جنیوا کې د افغان اتباعو د ایستلو پروسې لپاره د طالبانو دیپلوماتان غوښتل شوي

کابل ټیلیګراف – ۱ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال

ځینو سویسي رسنیو راپور ورکړی چې څو ورځې وړاندې د طالبانو څلور دیپلوماتان جنیوا ته رسېدلي ترڅو له دغه هېواده د یو شمېر افغان اتباعو د ایستلو پروسه اسانه کړي.

 دې رسنیو د دغو دیپلوماتانو د راتګ دقیقه نېټه نه ده په ګوته کړې.

طالبانو هم تر اوسه په جنیوا کې د خپلو دیپلوماتانو د شتون په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې جرمني هم د طالبانو دیپلوماتانو په منلو سره له دغه هېواده ۹۳ افغانان چې د دوی په وینا په جرمونو ککړ و، افغانستان ته را ولیږدول.