
کابل ټیلیګراف – ۱ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال
ځینو سویسي رسنیو راپور ورکړی چې څو ورځې وړاندې د طالبانو څلور دیپلوماتان جنیوا ته رسېدلي ترڅو له دغه هېواده د یو شمېر افغان اتباعو د ایستلو پروسه اسانه کړي.
دې رسنیو د دغو دیپلوماتانو د راتګ دقیقه نېټه نه ده په ګوته کړې.
طالبانو هم تر اوسه په جنیوا کې د خپلو دیپلوماتانو د شتون په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې جرمني هم د طالبانو دیپلوماتانو په منلو سره له دغه هېواده ۹۳ افغانان چې د دوی په وینا په جرمونو ککړ و، افغانستان ته را ولیږدول.