
کابل تیلگراف – ۲م سنبله سال ۱۴۰۴ خورشیدی
په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو د پېښو پر وړاندي د مبارزې او چمتووالي ریاست وايي، د چک ولسوالۍ په کښته خوات کلي کې د یوې پخوانۍ مرمۍ د چاودنې له امله یو زده کوونکی وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي دي.
په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه لیکل شوي چې، پرون (شنبه) غرمه مهال د کوچنیانو د لوبو پرمهال یوې زړې مرمۍ چاودنه کړې او مرګ ژوبله یې اړولې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې، ټپيان له ۱۲ څخه تر ۱۶ کلونو عمرونه لري او د درملنې له پاره د دغه ولایت د مرکز میدان ښار روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې په غزني ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه پېښې مرکز غزني ښار او آب بند ولسوالۍ کې شوي، چې ۲ تنه په کې مړه او ۱۲ نور ژوبل دي.