
کابل ټیلیګراف – ۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د هرات د مرګونې ترافیکي پېښې وروسته، ناصرخان په نوم یو ځوان د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه له یوه پیغام سره له جلالاباد ښاره کابل ته په پلي ډول را روان شوی دی، د هغه دغه کار په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼ شمېر کسانو پام ځانته اړولی او ډېرو یې ستاینه کړې ده.
د تېرې سه شنبې په ورځ د اسلام کلا او هرات ښار ترمنځ غځیدلي لویې لارې په اوږدو کې ترافیکي پېښه رامنځته شوې چې ۷۹ کسان په کې مړه شوي وو. تېره جمعه هم د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې ۴۰۴ ماډله ډوله یوه موټر ټکر کړی و او له امله یې ۲۴ کسان ټپيان شوي وو.
هره ورځ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې کیږي او خلکو ته مرګژوبله اړوي.
د ترافیکي پېښو مخنیوي په موخه د ناصرخان مدني حرکت
له یادو پېښو وروسته د ناصر خان ناصري په نوم یو ځوان له یوه پیغام سره په پلي ډول د جلال څخه کابل ته روان شوی او موټر چلوونکو ته یې پخپل پیغام کې لیکلي: «ناوخته رسېدل له نه رسېدلو غوره دي، په پام او کراره تګ وکړئ، د موټر چلولو پر مهال تلیفون مه کاروئ. په کور کې مو یو څوک په تمه دي.»
هغه خپل دغه پیغام لوی چاپ کړی او پر سر یې نیولی ترڅو پر دغه اوږده لاره یې ټول موټر چلوونکي وګوري.
د ناصر خان دغه مدني حرکت پر ټولنیزو پاڼو کې ګڼ شمېر کسانو ستایلی او هم یې د ټولنیزو پاڼو کاروونکي پام ځانته اړولی دی.
ټولنیزو پاڼو کې د خلکو تبصرې
نعمان دوست پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، د لویو لارو خونړیو ټرافیکي پېښو، د مشرقي دغه با احساسه ځوان مجبور کړ چې په دې سره ګرمۍ کې د یو نرم اعتراض او احتیاط ته د موټروانانو د رابللو په موخه پلی مزل پیل کړي.
هغه لیکلي، دا نیک کار دی؛ خو د کابل – جلال آباد، پر دې خونړۍ لاره، د احتیاط کولو په موخه ټرافیکي پېښو کې ویجاړ شوي، موټر هم ځای ځای ايښودل شوي دي؛ ولې بیا هم کیسه په خپل ځای ده او عبرت نه اخیستل کیږي.
هجرت الله علي خیل لیکلی: «دا سړی ناصر خان نومېږي ما د محصلتوب په دوره کې دده په ژوند « د ټوليزې سولې اتل تر سرلیک لاندې مقاله هم لیکلې وه ډېر خيرخوا انسان دی.»
ستوري خان په نوم یوه کس لیکلي: «دې ورور ته دې الله اجر ورکړي. مګر تاريخ دا ثابته کړيده چی دا بدبخته قوم يواځی د کوتک په زور اصلاح کيږي او بس. د حل لار یې يواځې امنيتي کیمرې دي د ټولی لار په مسير کې. »
مجیب ځلاند ناصر خان ته لیکلي: «زه مو د روانو فعالیتونو قدردانی کوم. رب مو لره،احساس مو د ستاینې وړ دی.»
ولې په افغانستان کې ډېرې ترافیکي پېښې کیږي؟
په افغانستان کې ډېر کله مرګونې ترافيکې پېښې رامنځته کېږي چې د موټر چلوونکو د بې پراويۍ، په ګډون غیرقانوني مخته کېدنه، سرعت، د مخدره توکو کارول، او د موټر چلولو پرمهال د ګرځنده تلیفونونو کارول، د دې پیښو اصلي عوامل بلل شوي دي.
برسېره پردې، د سړکونو خراب حالت، د کافي ترافیکي نښو نشتوالی، او د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول د دې پېښو په زیاتوالي کې د پام وړ رول لوبوي.
په تېر کلونو کې پر لپسې د افغانستان روغتیا وزارت په کلنیو ارزونکو رپوټونو کې ویلي وو، چې تر جګړو وروسته تر ټولو ډېره مرګژوبله دغه هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله ده.
اوس چې جګړه نشته، تر ټولو لوړې مرګونې پېښې ښايي ترافیکي هغه یادې شي.
د ملګرو ملتونو له مخې هر کال په ټوله نړۍ کې په ترافیکي پېښو کې یو میلیون، درې سوه او پنځوس زره کسان وژل کېږي چې په وینا یې ۹۰ سلنه هغه يې د ټيټ عاید لرونکو هېوادونو وګړي دي.