خبرونهنړۍ

په غزه کې یو بل فلسطینی خبریال هم ووژل شو

کابل ټیلیګراف – ۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د فلسطین د خبریالانو اتحادیې خبر ورکړی، چې د خالد المدهون په نوم یو بل فلسطینی خبریال د اسرائیلو په برید کې وژل شوی دی.

دغه اتحادیه زیاتوي، یاد خبریال د غزې په شمالي سیمو کې د اسرائیلو لخوا په نښه شوی دی.

دا په تېرو دوو اونیو کې اووم خبریال دی چې د اسرائیلي پوځ لخوا وژل کیږي.

په غزه د اسرائیلو د برید وروسته په تېرو دوو کالونو کې تر اوسه ۲۴۰ خبریالان وژل شوي دي.