خبرونهنړۍ

شمالي کوریا د هوایي ضد دوه توغندیو ازموینه ترسره کړه

کابل ټیلیګراف – ۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د شمالي کوریا رسنۍ وایي، د دغه هېواد د رهبر په حضور کې یې د هوایي ضد دوه توغندیو ازموینه ترسره شوې ده.

د یاد هېواد مرکزي خبري اژانس (KCNA) د یکشنبې په سهار راپور ورکړ چې شمالي کوریا د خپل مشر «کیم جونګ اون» تر څارنې لاندې دوه نوي هوايي ضد توغندي په بریالیتوب وازمایل.

راپور زیاتوي چې دا توغندیز آزمایش د شنبې په ورځ ترسره شوی، خو د توغندیو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړې.