
کابل ټیلیګراف – ۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ترکیې ساحلي ګارد په چاناک قلعه ښار کې ۲۵ افغان کډوال، چې په یوه بمبوړ قایق کې سپاره وو، نیولي دي.
پولیسو همدارنګه د دې پېښې په تړاو یو آذربایجانی قاچاقچبر هم نیولی دی.
د راپورونو له مخې، دا کډوال د قانوني پروسو له بشپړولو وروسته د بهرنیو اتباعو د ایستلو مرکز ته لېږدول شوي دي.
ترکیې په وروستیو کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر چټک کړی دی.
د روان کال له پیل راهیسې، زرګونه افغان کډوال د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي او د ایستلو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.