افغانستانخبرونه

مسکو کې د افغانستان د سفارت پلاوي له بېلاروس زندانونو لیدنه وکړه

کابل ټیلیګراف – ۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د را پورونو له مخې؛ مسکو کې د افغانستان سفارت یو پلاوی د دې سفارت د مستشار  حافظ عبدالله یاسر،  په مشرۍ جمهوري بېلاروس ته لېږلی ترڅو له هغو زندانونو لیدنه وکړي چې په کې افغان اتباع بندي دي.

د را پورونو له مخې؛ پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د بېلاروس له یو شمېر چارواکو سره لیدلي او د افغان زندانيانو وضعیت او د هغوی ستونزې یې څېړلي دي.

د دې لیدنو اصلي محور د افغان بنديانو د وضعیت څېړنه او افغانستان د هغوی لېږد لپاره د ممکنه لارو چارو موندل ښودل شوي دي.