خبرونهسیمه

خیبرپښتونخوا کې سختو سېلابونو ۵۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټیلیګراف – ۲ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال

‏د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان او مردان کې د تېرې شپې سختو ورښتونو او توپانونو له امله ۹ کسان وژل شوي  او تر ۵۰ زیات ټپيان دي.

پاکستانۍ رسنیو ویلي، چې په وژل شویو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په ورته مهال د ډېره اسماعیل خان د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې د سخت ورښت او توپان له امله ۸ کسان وژل شوي او د لسګونو ټپیانو سربېره، ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.

دغه راز بیا د یو بل خبر له مخې، په مردان کې د ورښتونو له  امله د یوه کور چت لوېدلی چې یو کس پکې وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

دا ورښتونو داسې مهال دي، چې روانه میاشت د پښتونخوا په بونیر، سوات، باجوړ او نورو ولسوالیو کې لسګونه کسان مرګونو سېلابونو ووژل او ټپيان کړل.

د هغو سېلابونو له امله زیانمن خلک لومړنیو مرستو ته اړتیا لري او اوسمهال په سختو حالاتو کې ژوند تېروي.

ډېری داسې خلک هم په کې شته چې بشپړه کورنۍ له لاسه ورکړې او یواځې په تن جامې ور پاتي او بس.