افغانستانخبرونه

اروپایي اتحادیه د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره لس میلیونه یورو مرسته کوي

کابل ټیلیګراف – ۲ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال 

اتحادیې اروپا د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره یونیسف سره د ۱۰ میلیونه یورو مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی دی چې اتحادیې اروپا، په ځانګړي توګه د افغان ماشومانو، په تېره بیا د راستنېدونکو ماشومانو د ملاتړ لپاره، دې ادارې سره د ۱۰ میلیونه یورو مرسته کوي.

یونیسف په یوه اعلامیه کې زیاته کړې چې دا مالي مرسته به د افغانستان په پولو کې د بې‌سرپرسته ماشومانو د سمدستي خوندیتوب او همدارنګه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د بیا یوځای کولو پروګرامونو د ملاتړ لپاره وکارول شي.

د دې اعلامیې له مخې، د دې مرستو په کارولو سره به ۱۸۰ زره ماشومانو او کورنیو ته د کورنۍ موندنې، بیا یوځای کولو، لنډمهاله ملاتړ او رواني-ټولنیزو خدمتونو په برخو کې مرسته ورسول شي.