
کابل ټیلیګراف – ۲ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال
طالبان وایي، د دغه ډلې د ننګرهار امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د دوهمې حوزې محتسبینو هغه تعویذګر نيولې، چې له یو تن څخه يې ۱۶۵۰۰۰ افغانۍ اخیستې وې او هغه ته یې وعده کړې وه، چې د تعویذونو په وسیله به یې زوی ترکیې او بیا نورو هېوادونو ته ورسوي.
د یاد ولایت څخه خپره شوې اعلامیه وای، یاد کس تعویذګر ته پیسې ورکړې وې، خو زوی یې هیڅ ځای ته ونه رسید او ټولې خبرې یې دروغ ثابتې شوې.
دوی ویلي، د شواهدو له مخې ټولې اخیستل شوې پیسې بېرته متضرر کس ته سپارل شوې دي.