
کابل ټیلیګراف – ۲ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال
د طالبانو د پنجشیر والي، محمد آغا حکیم په دغه ولایت کې د نویو کانونو تثبیت د اقتصادي خودکفایۍ او کارموندنې په لور یو مهم ګام بللی او د کانونو وزارت او محلي ادارې د ګډو هڅو ستاینه کړې ده.
د معلوماتو له مخې؛ د دغه ولایت په پریان ولسوالۍ کې ۲۵۰ نوې د زمردو کانونو ساحې په نښه شوي او په نورو څو ولسوالیو کې د بېروج او سربو کانونه هم تثبیت شوي دي.
د پنجشیر د طالبانو والي وایي، دا پروژې کولای شي د سلګونو کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړي او د پایښت لرونکي اقتصادي پرمختګ پیاوړتیا وکړي.
هغه وايي، د کانونو د تثبیت او پراختیا بهیر به دوام وکړي او محلي حکومت د خلکو د هوساینې لپاره د طبیعي سرچینو له مؤثره کارونې څخه ژمن دی.