
کابل ټیلیګراف – ۳ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د بدخشان په کوهستان ولسوالۍ کې ترافیکې پېښې د یوې کورنۍ ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
بدخشان طالب چارواکي وايي پېښه پرون یکشنبه مازدیګر یادې ولسوالۍ اړوند شوپای پل سیمه کې رامنځته شوه.
د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار زیاتوي پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یو فلډر موټر له سړک څخه ووت او چپه شو.
کامګار وايي، په دې پېښه کې د یوه څلور کلن ماشوم او مېرمنې په ګډون ۳ تنه مړه او ۴ تنه نور ټپیان دي.
کامګار زیاته کړې، ټپیان دا مهال په روغتون کې دي او د پېښې لامل د سړک خرابوالی دی.
د یادونې ده چې، په دې وروستیو کې افغانستان کې تر ټولو خونړۍ پېښه د هرات ولایت وه، چې په کې شاوخوا ۸۰تنو ژوند بایلود.
په یاد شمېر کې ۷۶ تنه یې له ایرانه تازه راستانه شوي کډوال وو.