لوبې

تر اوږده ځنډ وروسته لوبډلې ته د نوین الحق راتګ

کابل ټیلیګراف – ۳ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

نوین به له اوږدې مودې وروسته یو ځل بیا د لوبډلې برخه وي او د خپلو مینه والو لپاره به مهمو سیالیو کې را څرګند شي.

افغان لوبغاړي نوین الحق له دې وړاندې له پنځوس اوریزو نړیوالو سیالیو څخه تقاعد اخیستی او یوازې په شل اوریز فارمټ کې لوبېږي.

د نوموړي مینه وال هم د نوین راتګ ته خوښ دي او ټولو هیله کړې چې، په را روان آسیا جام کې به توفاني لوبه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې، افغان کرېکټ بورډ پرون یکشنبه د ۲۰۲۵ کال اسیا جام او د درې اړخیزو سیالیو لپاره لوبډله په ډاګه کړ، چې پکې د نوین الحق نوم هم لیدل کېږي.

دغه نوملړ د روان ۲۰۲۵ کال شل اوریز اسیا جام لپاره اعلان شوی، چې ۱۷ لوبغاړي په عمومي او ۳ لوبغاړي په احتیاطي نوملړ کې ځای شوي دي.

نوملړ کې:

راشد خان لوبډلمشر ورسره رحمن‌الله ګربز، ابراهیم ځدران، درویش رسولي، صدیق اتل، کریم جنت، عضمت‌الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، محمد اسحاق، شرف‌الدین اشرف، مجیب ځدران، الله‌محمد غضنفر، نور احمد، نوین الحق، فضل‌حق فاروقي او فریداحمد ملک شامل دي.

د یادولو ده چې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام به د اته لوبډلو په ګډون په متحده اماراتو کې په سپټمبر کې پیل شي.