
کابل ټیلیګراف – ۳ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
پاکستان د افغانانو لپاره د ویزو د ورکړې بهیر کې نوی بدلون راوستی، سیاحتي شرکتونه په دغه بهیر کې د اسانتیاوو رامنځته کولوغوښتنه کوي خو یوه طالب چارواکو بیا ویلي چې دغه کار د فساد لپاره د زمینې برابرولو او د افغانانو د سپکاوی په موخه شوی او باید ودرول شي.
نوی بهیر څه ډول دی؟
د معلوماتو له مخې، د پاکستان سفارت اوس هغو ټولو افغانانو ته چې سیاحتي ویزو ته یې نوم لیکنه کړې وي، ایمل کوي چې سفارت ته د انټروي لپاره ورشي. دغو کسان ته د هغو ایملونو له لارې ایمیل کېږي چې ویزو ته پرې درخواست شوی وي.
هر افغان باید سفارت ته له تلو مخکې باید خپل ټول اصلي اسناد لکه پاسپورت او تذکره له ځانه سره ولري، هلته ترې پوښتنه کیږي، چې چېرته ځئ او د څه لپاره ځئ، او ایا چاته مو د دې ویزې په بدل کې پیسې ورکړې کنه؟ او داسې نور، بیا یې بایومټریک کیږي او وروسته له هغې یې په ۲۴ ساعتونو کې د ویزې د ورکړې او یا رد ځواب ورکول کیږي.
د سیاحتي شرکتونو اندېښنې
په کابل کې د یوه ساحتي شرکت مسوول کابل ټيلیګراف ته وویل، د پاکستان ویزې هیڅ وخت هم د افغانانو لپاره نورمال نه شوې.
دی وایي، اوس هم افغانانو د ویزو د ورکړې لپاره له ۳۵۰ ډالرو څخه تر ۹ امریکایي ډالرو پورې ورکوي خو بیا هم سفارت په کې نوې نوې بهانې را پیدا کوي.
هغه زیاتوي چې پاکستان د افغانستان ګاونډی هیواد دی او باید د ویزو په ورکړې ډېرې اسانتیاووې رامنځته کړي.
په کابل کې د یوه بل شرکت مسوول هم وایي، دغې نوې پالیسۍ سخت اندېښمن کړي دي.
هغه زیاتوي چې پخوا به یې ډیری مشتریان له هیواد بهر او یا هم په ولایتونو کې و خو اوس اړ دي چې هغوی کابل ته را وغواړي.
یوه طالب چارواکي دا کار د افغانانو سپکاوی بللی
د سیاسي چارو شنونکي سمیعیوسف زي بیا پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي په کابل کې د پاکستان نوې ویزې تګلاره په کلکه غندلې ده.
هغه ویلي، د افغان ویزه غوښتونکو رابلل د پاکستان سفارت ته د مرکو لپاره، د افغانانو لپاره د «شکنجې» په معنا ده.
د هغه په خبره: «د نړۍ هر وګړي لپاره د پاکستان ویزې انلاین دي نو بیا افغان ولې د پاکستان سفارت دروازو ته په قطارونو دریدلو ته مجبوريږې.؟ ولې یوازې افغانان دې ته اړ کېږي چې د سفارت مخې ته په قطارونو ودرېږي او توهین شي.»
د طالبانو دغه چاروکي وایي، اسلام اباد له دغه کاره دوه موخې لري چې یو فساد لپاره لاره برابروي او دوېیمه موخه یې د افغانستان سپکاوی دی.
ده دغه راز خبرداری ورکړ چې که دا تګلاره بدله نه شي، د طالبانو حکومت ښايي افغانان د پاکستان سفارت ته له تګ څخه منع کړي.
نورالله کلیوال هم لیکلي: «افغانانو ته د پاکستان ویزه شاوخوا یو کال کي ورکول کېږي خو پاکستانیانو ته د افغانستان ویزه په یوه ساعت او نورمال په دریو ورځو کي ورکول کېږي.»
په ټولنیزو پاڼو کې ځینو نورو کسانو هم په دې اړه غبرګونونه ښودلي دي.