خبرونهنړۍ

ټرمپ یو ځل بیا پر چین د ۲ سوه سلنه تعرفې لګولو ګواښ وکړ

کابل ټیلیګراف –۴وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته خبرداری ورکړی، که مقناطیس ورنه کړي، نو پرې به ۲۰۰ سلنه تعرفه ولګوي.

ټرمپ د خبریالانو سره په خبرو کې وویل، که چین موږ ته مقناطیس رانکړي، نو موږ به پرې ۲۰۰ فیصده تعرفه ولګوو.

هغه زیاته کړه، چې موږ د تعرفې طاقت لرو او که موږ ۱۰۰ یا ۲۰۰ فیصده تعرفه ولګوو، نو له چین سره به هیڅ سوداګري ونه شي. که دا کار مو وکړ، نو موږ ته به هیڅ ستونزه نه وي.

ټرمپ منلې، چې د داسې درنو محصولاتو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز اړیکې د ختمېدو خطر زیاتېدلی شي.

ټرمپ وویل، چې د مقناطیس په معامله کې امریکا او چین دواړه طاقت لري، خو امریکا داسې انتخابونه لري، چې د کارولو په صورت کې به چین تباه شي.

د یادونې وړده، چې د نړۍ ۹۰ فیصده مقناطیسي بازار د چین په لاس کې دی، چې د سیمی کنډکټر چپس، عصري ټیکنالوژۍ او سمارټ فونونو په څېر محصولاتو کې مهم رول لري.