
کابل ټیلیګراف –۴وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
په برتانیا کې د یوې روزنیزې الوتنې پر مهال د چورلکې د غورځېدو پېښه کې د پیلوټ په ګډون درې تنه وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.
د دغه هېواد رسنۍ وایي، دا پېښه د برتانیا په “آیل آف وایټ” ټاپو کې رامنځته شوې، چې په چورلکه کې د پیلوټ په ګډون ۴ کسان سپاره وو.
د را پورو له مخې؛ دغه الوتکه د سهار په ۹ بجو د سینډاون هوایي ډګر څخه الوتنه کړې وه، چې پکې ۴ کسان سپاره وو او دا الوتنه د روزنیزې مشق په توګه ترسره کېده.
د چارواکو په وینا، شاوخوا ۲۴ دقیقې وروسته د شینکلن په سیمه کې د سړک نږدې یوه کرونده کې د الوتکې د لوېدو راپور ترلاسه شو، چې وروسته ژغورنې اداره د پیښې ځای ته ورسید او سیمه یې کلابنده کړه.
دغه الوتکې د لوېدو لامل لا تر اوسه نه دی معلوم شوی.