افغانستانخبرونهلوبې

مبارز د موی‌تای په لومړنۍ لوبه کې خپل سیال مات کړ

کابل ټیلیګراف –۴ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د ازادو سیالیو لوبغاړی بازمحمد مبارز د موی‌تای په لومړنۍ مسلکي لوبه کې  خپل بحریني سیال ته ماته ورکړه.

دغه لوبه پرون ناوخته د تایلینډ په پوکیټ کې وشوه.

د دې سیالۍ تنظیمونکي سازمان وايي د قانون له مخې، لوبه په ۳-۳ دقیقو پړاوونو کې په رینګ کې ترسره شوه، او مبارز له درې رونډونو وروسته د لوړو د امتیازونو پر اساس بریالی وټاکل شو.

د باز محمد مبارز بحریني سیال مصطفی په اصل کې د ایران هېواد و.

مبارز تر دې وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، ام‌ام‌اې سازمان د رزمي لوبو ترکیب دی چې پکې موی‌تای هم مهم رول لوبوي، او هغه پرېکړه کړې چې د خپل رزمي هنر د تخنیکي کچې ښه کولو لپاره په موی‌تای سیالیو کې خپل بخت وازمایي.

مبارز تر دې دمه په دې کچه د موی‌تای سیالیو کې برخه نه وه اخیستې، خو په خپلې لومړنۍ لوبه کې یې بحریني سیال ته ماته ورکړه.