لوبې

کابل کې د ۱۲۰ لامبو وهونکو ترمنځ ټاکنيزې سيالۍ وشوې

کابل ټیلیګراف –۴ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
په کابل کې د ۱۲۰ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې ټاکنيزې یوه ورځنۍ سيالۍ ترسره شوې.

د لامبو وهنې ملي فدراسيون وایي له دې ډلې د کابل لوبډلې ته ۲۵ تنه وټاکل شول.

دغه سیالۍ د طالبانو د المپيک، بدني روزنې او د ورزش عمومي رياست اړوند د لامبو وهنې ملي فدراسيون لخوا پرون (دوشنبه، د اګسټ ۲۵مه) وشوې.

د سیالیو په پايله کې د کابل په کچه ۲۵ لامبو وهونکي د دغه ولايت د لامبو وهنې لوبډلې لپاره وټاکل شول‌.

دغه سيالۍ د کابل په «امو» لامبو وهنې حوض کې ترسره شوې او يوه ورځ يې دوام وکړ.

باید وویل شي، چې په روان کال کې به د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د لامبو وهنې ملي لوبډلې ته د لار موندنې او له هېواد څخه بهر د سياليو په موخه ټاکنيزې سيالۍ ترسره شي.