خبرونهنړۍ

ټرمپ وايي؛ د غزې جګړه په دوه ـ درې اونیو کې پایته رسیږي

کابل ټیلیګراف –۴وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ادعا کړې چې، د غزې جګړه به تر راتلونکو دوه ـ درې اونیو پای ته ورسیږي.

ټرمپ پرون (دوشنبه) د سویلي کوریا ولسمشر لي‌جې میونګ سره د لیدنې پر مهال ویلي، فکر کوي نړۍ به تر راتلونکو دوه یا درې اونیو غزه کې یو نسبتا ښه او قاطع پای وویني.

ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې هم د غزې د جګړې پایته رسولو په اړه خبرې کړي، خو نه یوازې جګړه نه ده ختمه شوې، بلکې نور هم خونړۍ او پراخه شوې ده.

ټرمپ داسې مهال دا څرګندونې کوي چې اسراییلو کې دننه پر لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د لنډمهاله اوربند د منلو لپاره فشار زیات شوی دی.

د یادونې وړ ده چې غزه کې د اسراییل له لوري د ملکي وګړو، خبریالانو او ډاکټرانو د وژلو، بمباریو او قحطۍ پراخېدو پر وړاندې نړیوالې نیوکې مخ په زیاتېدو دي.

ملګري ملتونه او مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي، که غزه کې جګړه ونه‌ درول شي او بشري مرستې ډاډمنې لارې ونه‌لري، نو د ملکي تلفاتو شمېر به لا پسې ډېر شي.

تازه غزه کې د اسراییلي ځواکونو د پرله‌پسې بریدونو له امله وړمه ورځ شنبه، اګسټ ۲۴مه، لږترلږه ۵۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د یاد وزارت په وینا، د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال تر ۱۲۰ زیات هوایي او توپچي بریدونه شوي چې په پایله کې ګڼې کورنۍ بې کوره شوې دي.