
کابل ټیلیګراف –۴وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
هند ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پلان شوی سفر، چې ټاکل شوې وه د اګست له ۲۷مې تر ۲۹ مې ترسره شي، لغوه شو.
سرچینې وايي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سفر بندیز څخه د لنډمهاله معافیت لپاره د هغه غوښتنې سره هوکړه ونه کړه، او په پایله کې، نوي ډیلي خپل رسمي بلنه بیرته واخیسته.
امنیت شورا د طالبانو د حکومت چارواکو ته د نوي معافیت په ورکولو کې محتاط چلند کوي.
تر دې وړاندې پاکستان ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي سفر ځنډیدلی وو.
دوی هغه مهال هم ویلي وو چې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا متقي ته د سفر اجازه نه ده ورکړې.
هغه مهال ټاکل شوې وه چې متقي د یوه پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ولاړ شي او له صدر اعظم شهباز شریف او نورو چارواکو سره وګوري.
متقي د جولای میاشتې په وروستیو کې ویلي و چې د اګست میاشتې په لومړۍ اونۍ کې پاکستان ته سفر کوي خو هغه سفر لغوه شو.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو را وروسته، د د ډلې د یو شمیر مشرانو په وړاندې د ملګرو ملتونو بندیزونه په خپل ځای پاتې دي، او د دوی لخوا هر ډول بهرنی سفر د امنیت شورا لخوا د ځانګړي معافیت تابع دی.