
کابل ټیلیګراف –۴وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون یو ځل بیا د یوې ښځینه خبریالې غږ هغه مهال پرې کړ کله چې هغې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد څخه پوښتنه کوله.
مجاهد د سې شنبې په ورځ، د سنبلې ۴مه، د دې ډلې تر واک لاندې د رسنیو په مرکز کې یوه خبري غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې، کله چې یوې ښځینه خبریالې پوښتنه کوله، د طالبانو ملي راډیو ټلویزیون، چې دا غونډه یې ژوندۍ خپروله، د هغې غږ پرې کړ.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم طالبانو د یوې بلې ښځینه خبریالې غږ هغه مهال پرې کړی و کله چې هغې د دې ډلې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي څخه پوښتنه کوله.
طالبانو د ښځو پر غږ، د مخ پر ښودلو او په رسنیزو دفترونو کې پر شتون محدودیتونه لګولي دي.
د رسنیو د ادارو د رپورټونو له مخې، د طالبانو تر ټولو زیات محدودیتونو له امله ښځینه خبریالانې په نښه شوي دي.