
کابل ټیلیګراف –۴وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټلیفوني اړیکه کې ټینګار کړی، چې هېواد به یې د اټومي وسلو جوړولو هڅه ونکړي.
په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دغه ټیلیوني اړیکه کې د د یورانیمو غني کول د ایران بنسټیز حق بللی دی.
د ایراني رسنیو د خبر له مخې؛ دواړو ولسمشرانو د ایران د اټومي انرژۍ پروګرام په اړه خبرې اترې کړې دي.
د ایراني رسنیو په وینا، دواړو مشرانو د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې پر مهال د لیدو پرېکړه کړې او په الاسکا کې د روس او امریکا د سرمشریزې د موضوعاتو په اړه یې هم بحث کړی دی.
ایران او روسیه د اټومي انرژۍ، دفاعي او اقتصادي برخو کې نږدې همکاري لري او د شانګهای تعاون سازمان په چوکاټ کې یې اړیکې نورې هم پیاوړې شوې دي.
دواړه هېوادونه د لوېدیځ پر ضد مشترک دریځ لري او په سیمهییزو مسایلو کې یو بل ملاتړ کوي.