خبرونهنړۍ

د امریکا ولسمشر د شمالي کوریا له مشر سره د لیدو لپاره هیله‌مندې ښودلې

کابل ټیلیګراف –۴وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر د جنوبي کوریا ولسمشر سره د لیدنې پر مهال هیله څرګنده کړه چې هغه به د شمالي کوریا له مشر سره هم وویني.

د بهرنیو رسنیو په وینا، په واشنګټن کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د جنوبي کوریا ولسمشر لي جې میونګ سره ولیدل.

سرچینو ویلي چې د جنوبي کوریا د ولسمشر د لومړي امریکايي سفر پر مهال، ټرمپ د جنوبي کوریا لپاره د لوړ ټکس په شرایطو کې د نرمۍ څخه انکار کړی دی.

د بلومبرګ د رپورټ له مخې، د امریکا ولسمشر د جنوبي کوریا له ولسمشر سره د لیدنې پر مهال د ګډو سمندري بېړیو جوړولو او ګډ امنیت په اړه خبرې کړې دي.

خو د امریکا ولسمشر د ۱۵ فیصده ټکس تړون کې کوم بدلون نه دی کړی.

د لیدنې پر مهال د امریکا ولسمشر وویل چې دا حقیقت دی چې جنوبي کوریا او امریکا یو بل ته اړتیا لري.

ټرمپ د دغه لیدنې پر مهال د رسنیو د پوښتنو په ځواب کې وویل: چې موږ د عوامي جمهوري کوریا (شمالي کوریا) له مشر سره د ښو اړیکو ساتلو سره بیا لیدو ته سترګې په لار یو.