افغانستانخبرونه

چین: د طالبانو، پاکستان او چین ترمنځ غونډه د ګډو همکاریو په موخه ترسره شوې ده

کابل ټیلیګراف –۴وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي وو شیاویونګ ویلي، چې د اسلام‌اباد، بیجینګ او کابل ترمنځ درې اړخیزه غونډه د ګډو همکاريو په موخه ترسره شوې ده.

هغه زیاته کړه: درې واړو هېوادونو په دې غونډه کې د دوه اړخیزو همکاريو پر پیاوړتیا، ګډې سوکالۍ پر پراختیا او د سیمه‌ییز امنیت پر لوړولو ټینګار کړی دی.

چین، پاکستان او افغانستان د اقتصادي او امنیتي همکاريو په موخه درې اړخیزې اړیکې پیاوړې کوي، چې د سې پې اې (CPEC) او د سیمه‌ییز امنیت د پراختیا لپاره ګډې هڅې پکې شاملې دي.

دا درې واړه هېوادونه د شانګهای تعاون سازمان او نورو نړیوالو فورمونو له لارې د متقابلو اړیکو او سوکالۍ په لټه کې دي.