خبرونهنړۍ

اسټرالیا کې د ډزو پر مهال درې پولیس ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف –۴وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسټرالیا په ویکتوریا ایالت کې د ډوز په پایله کې دوه پولیس وژل شوي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د بهرنیو رسنیو د خبر له مخې؛ د پولیسو پر ضد د ډزو پېښه د اسټرالیا د پلازمېنې میلبرن څخه ۳۰۰ کیلو میټره شمال ختیځ کې رامنځته شوې ده.

د پولیسو پر ضد د ډزو وروسته تورن په اسانۍ سره تښتېدلی دی.

د اسټرالیا لومړي وزیر انتھوني البانیز په دې پېښه ژور خپګان څرګند کړی دی.

په اسټرالیا کې د ډزو پېښې نسبتاً کمې دي، خو په وروستیو کلونو کې د وسلوالو تاوتریخوالو او د پولیسو پر ضد د بریدونو پېښو اندېښنې راپورته کړې دي.