
کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ په قروتو سیمه کې پرون مازیګر د دهشکې د یوې زړۍ مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان ټپیان شوي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي وایي، پرون درېیو ماشومانو په دښته کې د پسونو څرولو پر مهال د دهشکې یوه ناچاوده مرمۍ پیدا کړې وه او اور ته یې ورته اچولې وه، چې چاودنه یې کړې او درې واړه ماشومان یې ټپیان کړي دي.
په ورته وخت کې تير ماښام د بادغیس ولايت مرکز قلعه نو ښار اړونده د دوهمې امنیتي حوزې د سنجيتکې په سېمه کې د بادغیس-فارياب په لويه لاره يو سراچه موټر د څارویو په رمه ور برابر شوی او له امله یې ۱۱ څاروي لمنځه تللي دي.
سیمه ییزو مسؤلینو ویلي، یاده پېښه د موتر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.