خبرونهنړۍ

د امریکا ۵۰ سلنه تعرفه پر هندي توکو عملي شوه

کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ لخوا پنځوس سلنه لوړه تعرفه رسماٌ پر هندي توکو عملي شوه.

ټرمپ هند د روسیې نه د تېلو اخیستلو له امله د دې هېواد په توکو تعرفه له ۲۵ سلنو څخه ۵۰ سلنه ته لوړه کړې وه.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا نوې تعرفې په هندوستان کې زرګونه کوچني صادرونکي او د دې هېواد د کاري فرصتونه په خطر کې اچوي، چې منسوجات، قیمتی ډبرې او جواهرات، موټر برخې او سمندري خواړه په کې په مسقیم ډول په نښه شوي دي.

که څه هم د هند د سوداګرۍ وزارت تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی، خو د دې هېواد یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د تعرفو له امله زیانمن شوي صادرونکي به مالي مرسته ترلاسه کړي.

د دغه چارواکي له قوله ویل شوي، هند زیانمن صادرونکي هڅوي، ترڅو خپل بازارونه چین، لاتیني امریکا او منځني ختیځ ته پراخ کړي.