افغانستانخبرونهځانګړي برخه

هیله نجیب:د طالبانو حکومت غیرقانوني او افغانانو ته د منلو نه دی

کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله لور هیله نجیب وايي، د طالبانو اوسنی نظام د دې ډلې د تېر رژیم په څېر قانوني نه دی او د افغانستان خلکو ته د منلو نه دی.

هیله نجیب نن په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې؛ د طالبانو اوسنی نظام د تېر په څېر خلکو ته د منلو نه دی او د افغانستان ولس له دوی سره ولاړ نه دی .

اغلې نجیب ویلي، که د طالبانو حاکمیت ژر ختمېدونکی وي یا کمزوری؛ خو خلک له دوی سره ولاړ نه دي او ولسونه به خپل رښتیني رهبران او مشران په خپله ټاکي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پرون خپله پنځه کلنه ستراتیژي اعلان کړه او هم یې د خپل بري څلورمه کلیزه کې له وزیرانو  د سرپرست کلیمه لرې کړه.

 په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته طالبانو د خپل نظام د رسمیت پېژندنې هڅې پیل کړې،

خو تر دې دمه له روسیې پرته هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.