
کابل ټیلیګراف –۶وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
خبري سرچینې وایي، د طالبانو مشر ملا هیبت الله د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي څخه غوښتي، چې هېواد پریږدي.
دغه سرچینو زیاته کړې، ملا هیبت الله دغه غوښتنه د هغه د شخصي مخبرانو لخوا د حامد کرزي د شخصي خبرو ثبت وروسته کړې ده.
سرچینې وایي، په دغه خبرو کې پخواني ولسمشر حامدکرزي ویلي، دی د هبتالله سیاسي ژوند پای ته رسوي او هبتالله ترې ډېر وېرېږي.
ویل کیږي، دغه خبرې د طالبانو د مشر مخبرانو له یوه مېلمه سره د حامد کرزي شخصي خبرې ثبت کړي دي.
کرزي په دې لیدنه کې مېلمه ته ویلي: «ملا هبتالله له هیچا دومره نه وېرېږي لکه له ما، ځکه زما حضور د هغه سیاسي ژوند پای ته رسوي او زه یې پر وړاندې یوازینی ریښتینی سیاسي ګواښ ګڼل کېږم».
سرچینې وایي، کله چې دا ثبت شوې خبرې ملا هبتالله ته ورسیدې، هغه د کابل د ادارو له لارې له کرزي وغوښتل چې افغانستان پرېږدي.
سرچینې وایي، کرزي ځواب ورکړ چې افغانستان یې هېواد دی او هغه نه غواړي له هېواده ووځي.
سرچینې وایي، طالبانو له کرزي غوښتنه کړې چې په سیاسي او نړیوالو مسایلو کې ونه غږیږي، خو کرزي دا غوښتنه په نرمۍ رد کړې.
کرزي په دې موده کې د نجونو د تعلیم ملاتړ کړی او څو ځله یې طالبانو ته ویلي چې د نجونو ښوونځي باید پرانیزي.
سرچینې وایي، د طالبانو له فشارونو وروسته کرزي ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو تعلیم یوه کوچنۍ موضوع نه ده او په دې برخه کې به چوپ پاتې نه شي.
تر اوسه طالبانو او یا هم پخواني ولسمشر حامدکرزي په رسمي ډول په دې اړه څه ندي ویلي.