
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي چې اوکراین په ناټو کې د شاملولو هڅې د اوکراین د بحران له لاملونو څخه یو دی.
د چین په تیانجین ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د وینا پر مهال پوتین وویل: په اوکراین کې بحران د برید له امله نه دی رامنځته شوی، بلکې په کیف کې د لویدیځ د متحدینو له ملاتړه د بغاوت له امله رامنځته شوی دی.
هغه وویل چې لویدیځ لخوا د اوکراین د ناټو غړیتوب هڅې د اوکراین بحران له بنسټیزو لاملونو څخه دي، په اوکراین کې د بحران د بنسټیزو لاملونو حل او د امنیت توازن رامنځته کول اړین دي.
پوتین زیاته کړه چې روسيه په دې اصول ولاړه ده چې هیڅ هېواد نشي کولی د بل هېواد په زیان خپل امنیت یقیني کړي.