
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د فلسطیني حکومتي رسنیو دفتر په وینا، د یکشنبې په ورځ په غزه کې ښځینه خبریاله اسلام موحارب عابد د اسرائیلي برید په پایله کې شهیده شوه.
دغه خبریاله د فلسطین د القدس الیوم سیټلایټ چینل لپاره کار کوله.
حکومتي رسنیو دفتر په اعلامیه کې ویلي: موږ د فلسطیني خبریالانو پر وړاندې د اسرائیلو لخوا په نښه کول او وژل په کلکو ټکو غندو.
دوی زیاته کړې، موږ د خبریالانو نړیوال فدراسیون، عرب خبریالانو اتحادیې او د نړۍ د ټولو هېوادونو د خبریالانو سازمانونو څخه غوښتنه کوو چې په غزې تړانګه کې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې د دې منظمو جنایتونو غندنه وکړي.
د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له پیل راهیسې په غزه کې د اسرائیلي بریدونو په پایله کې د شهید شویو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو شمېر ۲۷۸ ته رسېدلی دی.
تېره اوونۍ د اسرائیلو لخوا د غزې پر النصر روغتون د برید په پایله کې ۵ خبریالان شهیدان شوي وو.
تر دې وړاندې د اګست په پیل کې د الجزیرې خبریال انس الشریف په غزه ښار کې د خبریالانو پر خیمو د اسرائیلي برید په پایله کې له خپلو همکارانو سره یو ځای وژل شوی و.