خبرونهنړۍ

شمالي کوریا د جګړې لپاره نوي توغندي جوړ کړي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د شمالي کوریا مشر ویلي، چې نوي توغندي به د جګړې چمتوالي کې مرسته وکړي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د شمالي کوریا رهبر کِم جونگ اُن د توغندیو د نوې تولیدي کرښې څخه لیدنه کړې.

هغه ویلي، د توغندیو د تولید لپاره عصري چمتوالی به د جګړې په برخه کې له دغه هېواد سره بشپړه مرسته وکړي.

د شمالي کوریا مشر د چین په تیانجین ښار کې د چین او روسيې د ولسمشرانو سره یوځای د فتحې ورځې په مناسبت د پوځي پریډ په مراسمو کې د میلمه په توګه ګډون کړی و. 

هغه په وروستیو کې په ټول توان د هېواد لومړیتوب د نظامي تجهیزاتو تولید لپاره ځآنګړی کړی دی.