افغانستانخبرونه

متحده عربي اماراتو کونړ ته د ژغورنې ډله رالېږلې

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

متحده عربي اماراتو د هېواد ختیځو ولایتونو ته ‘له خونړۍ زلزلې وروسته تر خاورې لاندې کسانو د ژغورلو او موندلو په موخه’ د ژغورنې ځانګړې ډله رالېږلې ده.

رسنیو خبر ورکړی چې دا ژغورونکې ډله د متحده عربي اماراتو د دولت رییس «شیخ محمد بن زاید ال نهیان» په امر له ابوظبۍ څخه د افغانستان ختیځ ته استول شوې ده.

د متحده عربي اماراتو دا ډله به د مړو او ټپيانو په موندلو کې مرسته وکړي. 

د ویلو ده چې دغه هېواد همداراز د کونړ او ننګرهار له زلزله‌ځپلو کورنیو سره د خوړو، درملو او خېمو مرسته هم کړې او د نور بېړني لاسنیوي ډاډ یې هم څرګند کړی دی. 

بلخوا د هند، چین،سویس، پاکستان، ایران، امریکا، ازبکستان او جاپان په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم د افغانستان پر دې ستر ویر خپګان ښودلی او ویلي یې دي چې له زلزله‌ځپلو افغانانو سره به بېړنۍ مرستې چمتو کوي. 

هند پرون اعلان کړی و چې د افغانستان زلزله‌ځپلو سیمو ته یې د بېړنۍ مرستې په توګه ۱۰۰۰ خېمې او ۱۵ ټنه خوراکي توکي استولي دي. 

تازه برېتانیا هم د یو میلیون پونډه مرستې اعلان کړی دی.

وړمه شپه د هېواد ختیځ ولایتونه په ځانګړې توګه کونړ او ننګرهار خونړۍ زلزلې وځپل چې له امله یې نږدې ۱۰۰۰ کسان مړه او شاوخوا ۳ زره نور ټپيان شول.

لا هم دا شمېرې وروستۍ نه دي، او ښايي د تلفاتو شمېر لوړ شي.